د ۱۰۹ جریبه دولتي ځمکې د ګټې اخیستنې حق نورو ادارو ته ولیږدول شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۸:۳۵
د ۱۰۹ جریبه دولتي ځمکې د ګټې اخیستنې حق نورو ادارو ته ولیږدول شو

ښارجوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د لیږد په دوام، ۱۰۹ جریبه دولتي ځمکه نورو ادارو ته ولیږدوله ، چې له دې شمېر څخه ۲ جریبه د فاریاب ولایت میمنې ولسوالۍ کې د ښځینه بڼ رغولو په موخه د ښځو چارو وزارت ته ، ۳۰ جریبه ځمکه د لوګر ولایت محمد آغې ولسوالۍ کې د کرکټ میدان رغولو په موخه د کرکټ بورد ادارې ته، ۷۱ جریبه ځمکه پروان ولایت کوه صافي ولسوالۍ کې د یو څلویښت ښوونځيو رغولو په موخه پوهنې وزارت ته، او ۶ جریبه ځمکه د کابل ولایت په سروبی ولسوالۍ کې د صنعتي او تفریخي پارک رغولو په موخه صنعت او تجارت وزارت ته لیږدولې ده. ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ټولګټو پروژو پلي کېدو په موخه، دولتي ځمکې نورو ادارو ته لیږدوي تر څو د پروژو رغولو سره، عامه خدومات ښاریانو ته وړاندې کړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ  ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت