په پکتیا کې څه باندې  ۳۲۶  زره جریبه دولتي ځمکه ثبت  شوه

Nasiri_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۸ - ۸:۵۴
 پکتیا

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د  پکتیا  ولایت اړوند سیمو په  ۲۹۸  قطعو کې   ۳۲۶  زره او ۴۹۴  جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۳۲۴۶۳۱  جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۱۸۶۳  جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۹۱۹ زره او ۵۱۵ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې  ۷۰۱۲قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

غزني ښار د ښاري سرغړونو ټیم له لوري د سړې خونې د جوړولو له بهیر څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۷

د غزني ولایت د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې ټیم د څلورمې ناحیې اړوند د ده خدایداد په سیمه کې، د غزني ـ پکتیکا سړک تر څنګ، د میوو د سړې خونې د جوړولو له بهیر څخه نظارت ترسره کړ.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۱۷
Background image

د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ د مهاجرینو په ښارګوټي کې د سړکونو د لیول او د باراني اوبو د مخنیوي چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۷

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د ژړۍ ولسوالۍ د مهاجرینو په ښارګوټي کې د سړکونو د لیول کولو او د باراني اوبو د مخنیوي په موخه د اړینو رغنیزو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۷
Background image

د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ د محکمې ودانۍ د رغنیزو چارو د اړتیاوو لومړنۍ ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۷

د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ د محکمې ودانۍ د رغنیزو چارو د اړتیاوو د تشخیص په موخه لومړنۍ سروي او ارزونه ترسره شوه.

یاده ارزونه د اړوندو مکتوبونو پر بنسټ د کور او ښار جوړولو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت