پکتیا کې د دوه تعلیمي پروژو رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۶ - ۱۰:۳۲
پکتیا

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پکتیا ولایت په شواک ولسوالۍ کې د شبک ۸ صنفي ښوونځي او په سیدکرم ولسوالۍ کې د حضرت علي ۲۲ صنفي ښوونځی رغنیزې تر کار لاندې لري.

شبک ښوونځی په ۵۳۶ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۱۸ میلیونه و ۲۰۰ زره افغانیو په ارزښت د پوهنې وزارت له بودیجې جوړیږي او رغنیزې چارې یې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي.

همداراز د حضرت علي ۲۲ صنفي ښوونځي رغنیزې چارې چې تازه پیل شوي دي، په ۱۰۰ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو د ۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د پوهنې وزارت له بودیجې جوړیږي.

د ویلو ده چې یادې پروژې د هېواد پوهنې وزارت پورې اړه لري چې د رغنیزو چارو له بشپړېدو سره به یې په یادو ولسوالیو کې ښوونکو او زده کوونکو ته د تدریس او زده کړې مناسبه فضا برابره شي.

###

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

پُل علم ښار د داخلي سړک د بیارغونې له چارو څخه نظارت ترسره شو

۶ / ۱ / ۱۴۴۸

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پُل علم ښار د داخلي سړک د بیارغونې له چارو څخه نظارت ترسره شو.

د پُل علم ښار د داخلي سړک د بیارغونې چارې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۸:۵۸
Background image

د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم له لوري د ډنډغوري ولسوالۍ په دشت خواجه الوان سیمه کې د «اتحاد (صلح)» د مهاجرینو ښارګوټي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونو او قانوني مراحلو تر. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت