په کابل ښار کې د دیپلوماتیک ښارګوټي د احاطوي دېوال له چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۲:۰
دیپلوماتیک

۱۴۴۷/۰۷/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې د عمومي ریاست تر چتر لاندې، د ساختماني او بنسټیزو پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارې څارنې په لړ کې،په کابل ښار کې د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماتیک ښارګوټي د احاطوي دېوال له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د پروژې ساحوي چارې د منظور شوو تخنیکي اسنادو او مشخصاتو سره سم روانې دي. په دې لړ کې د دېوال د بنسټ او کرسي سنګ کاري، د عمومي دروازې سیخ ‌بندي او قالب‌ بندي، او همدارنګه د عمومي دروازې دواړو خواوو ته سنګ کاري او خشت کاري شاملې دي.

یاده پروژه د بهرنیو چارو وزارت تر مدیریت لاندې له مهمو زیربنایي پروژو څخه ده، چې دا مهال یې فزیکي پرمختګ شاوخوا پنځه شپېته سلنه ته رسېدلی دی. د څارنې پر مهال ساحوي انجنیرانو ته لازمې لارښوونې ورکړل شوې تر څو د قرارداد له تخنیکي اسنادو، ملي او نړیوالو معیارونو او د کار د خوندیتوب له اصولو سره سم چارې پر مخ یوسي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۵:۵
Background image

زابل ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د عمومي مدیر تخنیکي ټیم د ښار د دوهمې ناحیې اړوند د زاړه ښار د موجوده ساحې څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په جریان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۲:۳۶
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۵۳۰ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د راستنېدونکو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې او د ژوند د اسانتیاوو د برابرولو په موخه، په درېیو ولایتونو کې سلګونو راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.

له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۱:۲۸
Background image

لوګر کې د ده شیخ څلور لارې څخه تر ډبر پُل پورې د سړک جوړونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست انجینري ټیم، د ده شیخ څلور لارې څخه تر ډبر پُل پورې د سړک جوړونې له روانو چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د یاد سړک ودانیزې چارې تر. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت