په ننګرهار کې د يو لومړني ښوونځي لپاره ودانۍ ورغول شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۶ - ۹:۴۴
ننګرهار

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ننګرهار ولايت په خوګياڼيو ولسوالۍ کې د شهرنو ښځينه‌و ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو چارې بشپړې کړې او ګټې اخېستنې ته يې وسپارله.

د ښوونځي دا ودانۍ په ۶۱۸ متر مربع ځمکه کې په يو پوړيز ډول د پوهنې وزارت له پراختيايي بوديجې څخه په ۱۶ ميليونه ۴۹۲ زره افغانيو ورغول شوه. 

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پېش ساخت قطعاتو د توليد فابريکې له لارې په روان کال کې تر اوسه د هېواد په ۲۴ ولايتونو کې د ۷۵ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي دي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۵۷
Background image

د لوګر پوهنتون د خوړنځای او غونډو تالار جوړېدل بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۴۴۸/۱/۱۲

د لوګر پوهنتون په داخل کې د خوړنځای او د غونډو تالار د جوړولو چارې بشپړې او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یادو ودانیزو چارو نقشې د کور او ښار جوړولو وزارت د لوګر ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۵۵
Background image

د کابل ښار او شکردرې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د صنعتي فعالیتونو له وضعیت څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري تخلفاتو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست د رسېدنې او عامه پوهاوي آمریتونو موظفو ټیمونو د کابل ښار د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

د بغلان د ډنډغوري ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ‌اس ریاست تخنیکي ټیم د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د پراختیایي ساحې د دویمې برخې د توپوګرافي سروې چارې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت