په غور ولایت کې ۱۳۴۹۵۰ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۳/۳۱ - ۹:۴۰
غور

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو ثبت په دوام کې، په غور ولایت کې ۱۳۴۹۵۰ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړې ده.

دغه اندازه ځمکه په ۱۵۲ قطعو کې چې ۱۳۱۳۹۰ جریبه یې دولتي سپینې ځمکې او ۳۵۶۰ جریبه نور یې د دولتي ادارو تر استفادې لاندې دي، ثبت شوي.

په دې سره، د ولایت په کچه د دولتي ځمکو کره شمېره به ترلاسه شي او د دولتي غصب شویو ځمکو د استرداد سربېره په ښاري او کلیوالي کچه د حکومت ټول ګټو پروژو ښه تطبیق ته به اړین فرصتونه چمتو شي.

په تېر یو کال کې، څه د پاسه ۵،۵ میلیونه جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوې او د ثبت شویو ځمکو څخه د حکومت د پروژه د تطبیق لپاره ګټه اخېستنه پیل شوې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ  ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت