هرات ولایت کې  څه باندې ۳۳۵  زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

Nasiri_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۴ - ۸:۲۸
هرات

ښارجوړولو او ځمکو وزارت  هېواد کې د ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال ، هرات  ولایت اړوندو سېمو کې ،  ۳۳۵  زره او ۲۸۶ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه،  ۳۲۶  زره او ۸۶۱ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې،  ۸ زره او ۴۲۵ جریبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي ،چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه، د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې په ۷۱۱۰ قطعو کې ،  ۷ ملیونه ۱۲۰ زره او ۷۸۷ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د حکومت د اقتصادي او پراختیایی پلانګذاریو د ښه تطبیق په موخه  سروې او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۰:۳۲
Background image

د بلخ ولایت د حیرتان د دو‌راهي صنعتي پارک د توپوګرافي نقشې ارزونه وشوه

۰۸/۰۱/۱۴۴۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په خپل کاري دفتر کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي چارو له محترم مرستیال مولوي احمدالله زاهد،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۹:۱۰
Background image

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ د تجارتي مارکېټ د جوړولو له پروژې څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۸

د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د بهارک ولسوالۍ د تجارتي مارکېټ د جوړولو له روانو چارو څخه نظارت ترسره شو.

د یادې پروژې ودانیزې چارې تر دې مهاله ۷. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۹:۵
Background image

د غزني ولایت د پوهنتون لیلیې د هنگر د اساسي ترمیماتو له چارو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۸

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د پوهنتون د لیلیې د هنگر د اساسي ترمیماتو له چارو څخه نظارت ترسره شو.

د ترسره شوي نظارت له مخې، د یادې پروژې رغنیزې چارې ۱۰۰. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت