فارياب ولايت کې له ۱۵۰ زره جريبو څخه زياته ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۳ - ۱۲:۳
فاریاب

 ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک له پيل راهيسې په فارياب ولايت کې ۱۵۱۱۳۷ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړل.

له دې ډلې څخه په ۳۲ قطعو کې ۱۳۶۷۱۸ جريبه سپينه دولتي ځمکه او په ۱۰۸ قطعو کې ۱۴۴۱۹ جريبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه دي چې د فارياب ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې څه باندې څلور مېلیونه ۶۰۰ زره جریبه دولتي ځمکې او د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه سروې او ثبت کړي دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۹:۶
Background image

د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د تفصیلي پلان د خط اچونې چارې بشپړې شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د تفصیلي پلان د خط اچونې چارې بشپړې کړې.

یاد پلان د ۴۸۶. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۵۷
Background image

د لوګر پوهنتون د خوړنځای او غونډو تالار جوړېدل بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۴۴۸/۱/۱۲

د لوګر پوهنتون په داخل کې د خوړنځای او د غونډو تالار د جوړولو چارې بشپړې او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یادو ودانیزو چارو نقشې د کور او ښار جوړولو وزارت د لوګر ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۵۵
Background image

د کابل ښار او شکردرې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د صنعتي فعالیتونو له وضعیت څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري تخلفاتو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست د رسېدنې او عامه پوهاوي آمریتونو موظفو ټیمونو د کابل ښار د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت