د یو افغاني خصوصي شرکت د شکایت ارزونه وشوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۰ - ۱۴:۲
i

1/11/1443

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د رییس الوزرا محترم دفتر استازي، سوداګرۍ او صنایعو محترم وزارت استازي او د مالیې محترم استازي په ګډون له یو ملي پانګوال او سوداګر سره وکتل او د هغه کړی شکایت یې و ارزاوه.

د ارزونې په دغه ناسته کې پانګوال د خپل شرکت او یو بل بهرني شرکت ترمنځ د تړون په اړه خبرې وکړې، هغه ستونزې یې په ګوته کړې چې له امله یې دوی د شکایت تر کچې رسېدلي او د حل برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د پورته ذکر شوې د ستونزې د حل په موخه د اسلامي امارت په کچه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني په مشرۍ لوړ رتبه هیئت ګمارل شوی چې له څېړنو او پوښتنو وروسته پرېکړه وکړي.

محترم وزیر مولوي حمدالله نعماني وویل، دوی به د شته اسنادو او شواهدو په رڼا کې څېړنه وکړي او د یوې مناسبې حل لارې په موندلو به پرېکړه وکړي.

نوموړي زیاته کړه، په ټوله کې د اسلامي امارت تګلاره دا ده چې هېڅ لوری باید زیانمن نه شي او ټولو ته په افغانستان کې د دوی حقه حقوق ورکړل شي او له امتیازاتو برخمن شي.

د دغې ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې دوی به یاد شرکت ته استعلامونه ورکوي او هغوی به یې مطابق جواب ورکوي چې هغې ته په کتو به وروستۍ پرېکړه کېږي.

مولوي نعماني یادونه وکړه، چې افغانستان کې د پانګوالو ستونزو ته پر وخت رسېدنه کېږي او هر چاته به زمینه برابره کړي چې وکولی شي په ارام او ډاډمن زړه خپل کار وبار پیل کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۰:۴
Background image

د کابل ښار په میرویس میدان (کوټه سنګي) سیمه کې د ستر جامع مسجد د توپوګرافي سروې ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم له لوري د کابل ولایت د مرکز اړوند په میرویس میدان (کوټه سنګي) سیمه کې د یو ستر جامع مسجد د جوړولو په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۲۵
Background image

په فراه ښار کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي تخنیکي ټیم، د فراه ښار د باغ ‌پل سیمې او څلورمې ناحیې له بېلابېلو ساحو څخه ساحوي څارنه او ارزونه ترسره کړه.

یاد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د جوزجان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د جوزجان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او په رسمي ډول. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت