د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې د یوې ودانیزې پروژې له چارو څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۰:۵۸
قرغیو ولسوالی لغمان ولایت

۱۴۴۷/۹/۹

لغمان ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند فني او مسلکي ټیم له لوري، د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند د سُرخکانو د تعمیر پروژې تخنیکي ارزونه ترسره شوه.

یاد تخنیکي پلاوي د پروژې د پرمختګ، کیفیت او تخنیکي معیارونو د ارزونې په موخه د رغنیزو چارو له نږدې څارنه وکړه.

د لیدنې پر مهال د ودانۍ د یوې برخې د رینګ بیم کانکرېټ اچولو بهیر جریان درلود، چې د چارو د لا ښه والي او معیاري تطبیق په موخه د قراردادي شرکت مسؤل انجنیر ته لازمې تخنیکي سپارښتنې وشوې.

اړوند مسؤلینو ته سپارښتنې وشوې، چې باید کانکرېټ اچول د منظور شوي مارک او تخنیکي ځانګړتیاوو مطابق ترسره شي، د کانکرېټ اچولو په مهال دې د وایبریټر کارونه په منظم او معیاري ډول ترسره شي او د کانکرېټو د سلمپ (اوبو اندازه او مخلوط تناسب) بهیر ته دې بشپړه پاملرنه وشي.

دغه راز سپار ښتنې وشوې، چې د رینګ بیم د لیول ساتنې ته دې جدي پاملرنه وشي، څو کار بې لیوله او بې شاوله پاتې نه شي، د رینګ بیم لاندې او جانبي برخو کې دې کاور د تخنیکي مشخصاتو سره سم په پام کې ونیول شي او د کانکرېټو د پورتنۍ برخې هوارۍ ته دې لازم اهمیت ورکړل شي.

له کانکرېټ اچولو وروسته په معیاري ډول د اوبو ورکولو پروسه او دا چې باید ټولې رغنیزې چارې د منظور شوې نقشې او تثبیت شوو احجامو مطابق ترسره شي، نور هغه موارد وو، چې ټینګار پرې وشو.

د کور او ښار جوړولو وزارت ټینګار کوي، چې د پروژو کیفیتي کنټرول او دوامداره تخنیکي څارنه د معیاري ودانیزو چارو د تضمین بنسټیز اصل دی، او هېڅ ډول تخنیکي سرغړونه به د منلو وړ نه وي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۵:۵
Background image

زابل ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د عمومي مدیر تخنیکي ټیم د ښار د دوهمې ناحیې اړوند د زاړه ښار د موجوده ساحې څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په جریان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۲:۳۶
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۵۳۰ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د راستنېدونکو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې او د ژوند د اسانتیاوو د برابرولو په موخه، په درېیو ولایتونو کې سلګونو راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.

له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۱:۲۸
Background image

لوګر کې د ده شیخ څلور لارې څخه تر ډبر پُل پورې د سړک جوړونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست انجینري ټیم، د ده شیخ څلور لارې څخه تر ډبر پُل پورې د سړک جوړونې له روانو چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د یاد سړک ودانیزې چارې تر. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت