د راستنېدونکو مهاجرو د مېشتېدنې بهیر کې نوی پرمختګ؛ له ۴۷ زره څخه زیاتو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۰:۴۸
مهاجرین

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې سه ‌شنبې په ورځ د هېواد په شپږو ولایتونو کې ۱۱۰۲ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشلې.

د راستنېدونکو هېوادوالو د دایمي مېشتېدنې او مناسبې سرپناه د برابرولو په موخه، دا ځل په ننګرهار، فراه، هلمند، نیمروز، سمنګان او بلخ ولایتونو کې سلګونه کورنۍ د استوګنیزو ځمکو له نومرو برخمنې شوې.

د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په ننګرهار ولایت کې ۴۰۱، فراه ولایت کې ۲۳۵، سمنګان ولایت کې ۲۷۰، بلخ ولایت کې ۱۰۲، هلمند ولایت کې ۶۰ او په نیمروز ولایت کې ۳۴ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.

د یادونې وړ ده چې یوازې د تیرې سه ‌شنبې ورځې په جریان کې د استوګنیزو ځمکو د نومرو له وېش څخه ۱۱۰۲ کورنۍ برخمنې شوې، چې ورسره په ټول هېواد کې د وېشل شویو استوګنیزو نمرو شمېر ۴۷ زره او ۸۹ کورنیو ته رسېدلی دی.

د راستنېدونکو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې، سرپناه برابرولو او د ژوند د بنسټیزو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د استوګنیزو ځمکو د وېش بهیر په منظم او چټک ډول دوام لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۳۶
Background image

د خوندي اسنادو د چاپ پروژې لپاره د خاورې د ازموینې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست له لوري، د خوندي اسنادو د چاپ پروژې لپاره د خاورې د نمونې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۱:۳۰
Background image

د فراه ولایت د مهاجرینو ښارګوټي په اصلاحي پلان کې ۴۲۷۷ استوګنیزې نمرې تنظیم او تائید شوې

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د فراه ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او په رسمي ډول لاسلیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۰:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو له پروژې څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۵

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د چاپېریال ساتنې ریاست د نوې اداري ودانۍ د جوړولو له روانو چارو څخه ساحوي څارنه او ارزونه ترسره شوه.

د څارنې پر. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت