د انډولیزې ښاري ودې او پراختیا او د ستونزو د حل په موخه د کور او ښار جوړولو وزارت د ولایتي رئیسانو ترمنځ ستره ناسته رابلل کېږي

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۰ - ۱۲:۲
picture

۱۴۴۴/۱۱/۲۴

د کور او ښار جوړولو محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، د دغه وزارت د پکتیا محترم رئیس مولوي عبیدالله رشاد، د بغلان محترم رئیس مولوي محمد داؤد نقشبندي او د سمنګان محترم رئیس مولوي محمد امین نوري سره وکتل او په یادو ولایتونو کې د شته ښاري ستونزو، پلانونو او اقداماتو په اړه یې خبرې وکړې.

د یادو ولایتونو رئیسانو د نورو ټولو ولایتونو په استازولۍ له محترم سرپرست وزیر څخه په بېلا بېلو برخو کې له همکارۍ مننه وکړه او په خپلو ولایتونو کې یې د شته ستونزو د حل او پرمختګ په موخه ځینې وړاندیزونه وکړل.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د ښاروالیو او د کور او ښار جوړولو وزارت ترمنځ د دندو په تفکیک او د پلانونو پر اغېزمن تطبیق لازمې لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه، جې په نږدې راتلونکي کې به د ټولو ولایتي رئیسانو په ګډون یوه ستره غونډه راوبلي.

په دغه غونډه کې به، په ولایتونو کې د شته ښاري ستونزو، ننګونو، حل لارو او وړاندیزونو په تړاو خبرې وشي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي، چې د هېواد په کچه ټولو ښارونو کې انډولیزه وده او پراختیا رامنځته او ټولې چارې د پلان او نقشې مطابق پلې شي.

دغه وزارت له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوي، چې خپلې رغنیزې چارې دې د پلان مطابق پر مخ یوسي او له خپل سریو دې ډډه وکړي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د نوي کابل ښار د ابادۍ او پراختیا چارې په چټکۍ روانې او ځای ځای په پنځو برخو کې پرمختګ تر سترګو کېږي

۱۴۴۸/۱/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت تر چتر لاندې د نوي کابل ښار د پراختیا پروژې په بېلابېلو برخو کې په چټکۍ سره د ابادۍ او پراختیا چارې روانې دي، چې موخه یې د عصري ښاري زیربناوو رامنځته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۱۹
Background image

له ژمنې تر عمله؛ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر چټک او پراخ شوی، ترڅو په خپل ټاټوبي کې باعزته دایمي ژوند پیل کړي

۱۴۴۸/۱/۶

ډېری راستنېدونکې کورنۍ له کلونو مهاجرت وروسته د اوسېدو لپاره په کور دننه مناسب ځای نه لري. دوی ته د استوګنیزو نمرو ورکول د دایمي کور جوړولو زمینه برابروي.

تازه؛ په پنځو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۵۸
Background image

د لوګر ولایت د یو شمېر سړکونو د جوړولو له چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۶

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري او نظارتي ټیم له لوري د لوګر، میدان وردګ ولایتونو د نښلوونکي سړک د دوهمې برخې او همدارنګه د لوګر ولایت په پایخېلو سیمه کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت