دایکندی ولایت کې  څه باندې ۱۴۸ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

Nasiri_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۰:۲۸
دایکندی

ښارجوړولو او ځمکو وزارت  هېواد کې د ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال ،دایکندی  ولایت اړوندو سېمو کې په ۲۹۰  قطعو کې ،  ۱۴۸  زره او ۸۴۳ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۱۴۷ زره او ۳۵  جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې، ۱زره او ۸۰۸ جریبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي ،چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه، د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې په ۷۱۱۰ قطعو کې ،  ۷ ملیونه ۱۲۰ زره او ۷۸۷ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د حکومت د اقتصادي او پراختیایی پلانګذاریو د ښه تطبیق په موخه  سروې او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

غزني ښار د ښاري سرغړونو ټیم له لوري د سړې خونې د جوړولو له بهیر څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۷

د غزني ولایت د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې ټیم د څلورمې ناحیې اړوند د ده خدایداد په سیمه کې، د غزني ـ پکتیکا سړک تر څنګ، د میوو د سړې خونې د جوړولو له بهیر څخه نظارت ترسره کړ.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۱۷
Background image

د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ د مهاجرینو په ښارګوټي کې د سړکونو د لیول او د باراني اوبو د مخنیوي چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۷

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د ژړۍ ولسوالۍ د مهاجرینو په ښارګوټي کې د سړکونو د لیول کولو او د باراني اوبو د مخنیوي په موخه د اړینو رغنیزو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۷
Background image

د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ د محکمې ودانۍ د رغنیزو چارو د اړتیاوو لومړنۍ ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۷

د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ د محکمې ودانۍ د رغنیزو چارو د اړتیاوو د تشخیص په موخه لومړنۍ سروي او ارزونه ترسره شوه.

یاده ارزونه د اړوندو مکتوبونو پر بنسټ د کور او ښار جوړولو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت