په بغلان ولایت کې د راستنېدونکو مهاجرینو د ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې بشپړې شوې
۱۴۴۷/۱۲/۲۷
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ اړوند د راستنېدونکو مهاجرینو د ښارګوټي د لومړۍ پراختیايي برخې د توپوګرافي سروې چارې بشپړې شوې.
په یاده سروې کې شاوخوا ۱۱۵۰ جریبه ځمکه تر پوښښ لاندې ونیول شوه، چې موخه یې د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د معیاري او منظم ښارګوټي د جوړولو په پار د تخنیکي معلوماتو راټولول او د اساسي پلان د ترتیب لپاره د لازمې زمینې برابرول دي.
د توپوګرافي سروې له بشپړېدو وروسته به د سیمې د اړتیاوو، تخنیکي معیارونو او ښاري اصولو له مخې د ښارګوټي پلان چمتو شي، ترڅو د یادې سیمې د پراختیا او د استوګنیزو خدمتونو د تنظیم لپاره لازم ګامونه پورته شي.
دغه اقدام د راستنېدونکو هېوادوالو د دایمي مېشتېدنې، د مناسبې سرپناه د برابرولو او د ژوند د بنسټیزو اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي او د مهاجرینو لپاره د معیاري استوګنیزو ښارګوټو د جوړولو بهیر پیاوړی کوي.
