مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د وېش شمېر څه باندې اته دېرش زره ته پورته شو او دا لړۍ په چټکې دوام لري
۱۴۴۷/۱۲/۱۸
د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، تېره ورځ چهارشنبه په څلورو ولایتونو کې ۷۷۸ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشلې.
دغه چاره، د راستنو شویو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې او د ژوند د مناسبو اسانتیاوو د برابرولو په موخه ترسره شوه، چې له مخې یې په ننګرهار، فاریاب، فراه او هلمند ولایتونو کې سلګونو راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.
په ننګرهار ولایت کې ۲۹۶، په فاریاب ولایت کې ۱۸۰، په فراه ولایت کې ۱۳۳ او په هلمند ولایت کې ۱۶۹ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې سپارل شوې دي.
په همدې ترتیب، یوازې تېره ورځ څلورنۍ (چهارشنبه) ټولې ۷۷۸ راستنې شوې کورنیو د استوګنیزو ځمکو له نومرو څخه برخمنې شوې دي.
د یادونې وړ ده چې تر دې مهاله په ټول هېواد کې د استوګنیزو ځمکو د نومرو د وېش شمېر ۳۸ زره او ۴۹۱ ته پورته شو او د راستنو شویو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې دغه لړۍ په چټک او منظم ډول دوام لري.
د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د سرپناه برابرول، د هغوی د ټولنیز او اقتصادي ثبات د تأمین په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي او هڅې روانې دي چې دغه بهیر لا پراخ او ګړندی شي.
