د کندهار – هرات پر عمومي سړک، نادعلي ولسوالۍ کې د یوې ودانیزې پروژې له چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۹/۱۶
هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري، د کندهار – هرات پر لویه لاره د دغه ولایت د نادعلي ولسوالۍ کې یوې ودانیزې پروژې له چارو تخنیکي څارنه او ارزونه ترسره شوه.
دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د انکشافي پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ او د یاد ولایت د محترمې ښاروالۍ په رسمي غوښتنه ترسره شوه.
دغه پروژه یو باب مسجد شریف دی، چې د ا.ا.ا زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم له مخې، د ټولګټو محترم وزارت له لوري د لویو لارو په اوږدو کې جوړېږي.
د هېواد په کچه د لویو لارو په هر اویا (۷۰) کیلومترۍ کې د دغه جوړېدونکو مسجدونو نقشې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري ډیزاین شوي دي، چې اوسمهال په ساحو کې تطبیق کېږي.
د هلمند نادعلي ولسوالۍ کې دغه جوړېدونکی مسجد شریف په یو وخت کې د درې سوه (۳۰۰) لمونځ کوونکو د ځایولو وړتیا لري، چې د (۱۷۰) تنه نارینه او (۱۳۰) تنه ښځینه لمونځ کوونکو لپاره جلا جلا اسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي.
د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم سپارښتنې دا وې چې له رنګولو څخه مخکې لومړی باید دېوالونه ښه پاک کړل شي، ګل ګل او فریمر شي او بیا رنګ شي.
دغه راز، د سیخ لرونکو کانکرېټو درجه، د کاریګرو خوندیتوب او د ساحې پاکوالی په پام کې ونیول شي، ټول کارونه د نقشي او (بيل احجام) مطابق تر سره شي او د هر نوي کار په پیل کې باید د کور او ښار جوړولو ریاست د نظارت تخنیکي ټیم او انجنیران په جریان کې وي.
