د لغمان په بابا صاحب دښته کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک اوبو د دویمې څاه د کېندنې چارې پیل شوې
۱۰/۳/۱۴۴۸
د لغمان ولایت د بابا صاحب دښتې په سیمه کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو لپاره په وېشل شوي ښارګوټي کې د څښاک اوبو د دویمې څاه د کېندنې چارې پیل شوې.
د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري او نظارت ټیم د یاد ښارګوټي د څښاک اوبو د څاهګانو د کېندنې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د پروژې د لومړۍ څاه د کېندنې چارې بشپړې شوې او د دویمې څاه د کېندنې چارې هم عملاً په ساحه کې پیل شوې دي. تر دې دمه د یادې پروژې شاوخوا ۴۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي.
د څارنې پر مهال قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه، چې د پروژې پاتې چارې د منظور شوو تخنیکي نقشو، د قرارداد له شرایطو او نافذه انجینري معیارونو سره سمې ترسره کړي، څو پروژه په ټاکلي وخت او مطلوب کیفیت بشپړه او د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شي.
د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د مهاجرینو لپاره د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.
