د میدان وردګ ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د سرکونو د هوارولو له چارو څخه څارنه وشوه
۱۴۴۷/۱۲/۱۷
د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مهاجرینو ښارګوټي د سرکونو د هوارولو له روانو چارو څخه نظارت او لیدنه ترسره کړه.
د یادې څارنې پر مهال د سرکونو د هوارولو د کارونو پرمختګ، کیفیت او د تطبیق بهیر له نږدې وڅارل شو.
د یاد ریاست تخنیکي ټيم د کار د لا ښه پرمختګ او د کیفیت د لوړولو په موخه د ساحې موظفو انجینرانو ته لازمې سپارښتنې او وړاندیزونه وړاندې کړل، ترڅو د سرکونو د هوارولو چارې د منظور شوو معیارونو او تخنیکي اصولو له مخې په ښه ډول ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټيمونه هڅه کوي، چې د مهاجرینو د ښارګوټو د بنسټیزو خدماتو د برابرولو او د ښاري زیربناوو د پراختیا په برخه کې خپلې چارې لا هم چټکې او معیاري کړي.
