فراه ولایت کې پر راستنو شوو مهاجرو د استوګنیزو نمرو ترڅنګ څه باندې سل کورونه هم ووېشل شول
۱۴۴۷/۱۱/١٧
فراه ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست د تخنیکي اومسلکي ټیم تر دقیقې څارنې لاندې د هغه (۱۰۸) بابه کورونو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول، چې د بې وزله راستنو شوو مهاجرو کورنیو لپاره جوړ شول.
په فراه ولایت کې دغه (۱۰۸) کورونه د (۵۵۶،۲۰۰) امریکایي ډالرو په لګښت، د کور او ښار جوړولو ریاست د متخصص ټیمونو تر نظارت لاندې جوړ شول، چې تازه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول او په بې وزله راستنو شوو مهاجرو کورنیو ووېشل شول.
یاد استوګنیز کورونه په (۷۵) جریبه ځمکه کې جوړ شول، چې لګښت یې د قطر هېواد د الغرافة خیریه مؤسسې له لوري ورکړل شو.
دغه کورونه هغو راستنو شوو مهاجرو کورنیو ته ورکړل شول چې له ایران او پاکستان راګرځيدلي او په خپل هېواد کې یې د سرپناه نشتون ستونزه درلوده.
یاد کورونه هر یو یې په (۵) بسوې مساحت ځمکه کې جوړ شوي دي، چې دوه خونې، دهلیز، تشناب، پخلنځی او حویلۍ لري او د ژوند کولو لپاره مناسب دي.
