بغلان کې د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري نظم په تړاو ناسته وکړه
1445/05/19
د بغلان د کور او ښار جوړولو ریاست په مشرۍ د دې ولایت اړوند د اطلاعات او کلتور، چاپیریال ساتنې، ټولګټو چارو، ترانسپورټ، ښاروالۍ، ټرافیکو مدیریت، امنیې قوماندانۍ، استخباراتو، هټیوالو او د نورو اړوندو ادارو له مسؤلینو سره د ښاري نظم کمېټې ناسته وشوه.
په ناسته کې د تېرې جلسې پریکړې وڅېړل شوې او ټینګار پر دې وشو چې د سړک له غاړو دې د لاس پلورونکو د ګڼې ګوڼې له جوړولو مخنیوی وشي.
ګډونوالو یادونه وکړه، چې د ښاري نظم ټینګښت په موخه دې لاس پلورونکي مناسبو ځایونو ته ولېږدول شي، چې له مخکې ورته د ښاري نظم کمیټې له خوا ځانګړی شوی دی.
د یادې ناستې په وروستیو کې د پلخمري ښار د بمبه کلي د بیا رغونې د کار پلان د پورته ذکر شویو رئیسانو په حضور کې د دې ولایت محترمې ښاروالۍ ته د پلي کېدا په موخه وسپارل شو.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.
