د کابل ښار د دولسمې ناحیې په احمدشاه بابا سیمه کې د شنو ساحو وضعیت وڅېړل شو
۱۴۴۸/۵/۲۴
د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونود مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مینې د دولسم ګذر له شنو ساحو څخه د څارنې او ارزونې په موخه لیدنه وکړه.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د «رويال کانتیننتال» د ودونو تالار د شنې ساحې یوه برخه د موټرو تمځای او پخلنځي لپاره کاروي.
د تالار مسؤلینو ته لارښوونه وشوه چې د هغو ځمکو د ملکیت اړوند ټول اسناد او مدارک د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست ته وسپاري، څو یاد اسناد د قانوني اصولو او منظور شوي ښاري پلان له مخې وڅېړل شي او د ارزونې له بشپړېدو وروسته، مستند راپور د وزارت مقام ته وړاندې شي.
د دې څارنې موخه د ملکیتونو او ساختماني فعالیتونو د وضعیت روښانه کول، د اسنادو او ساختماني نقشو ارزونه، د ښاري او ساختماني سرغړونو مخنیوی او د ښاري پلانونو د تطبیق ډاډ ترلاسه کول دي.
