د نوي کابل ښار د ام ـ اې (۲۰) سړک د جوړولو چارې روانې دي

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۵
کابل جدید

۱۴۴۸/۴/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تر مدیریت او تخنیکي څارنې لاندې، د نوي کابل ښار په محدوده کې د ام ـ اې (۲۰) سړک د جوړولو چارې د منظور شوي پلان له مخې په چټکۍ سره روانې دي.

یاد سړک ۱۸ متره پلنوالی او ۳۷۸۱ متره اوږدوالی لري او د نوي کابل ښار د ترانسپورتي شبکې له مهمو برخو څخه شمېرل کېږي.

اوس مهال د سړک د جوړولو په ساحه کې د ځمکې د کیندنې، ویالو جوړولو او د سړک د ځمکې د هوارولو او برابرولو چارې روانې دي، چې ټول فعالیتونه د ټاکل شوو تخنیکي معیارونو له مخې ترسره کېږي.

د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تخنیکي معاونیت او اجرائیوي مسؤلین د پروژې د عملي چارو بهیر له نږدې څاري، څو چارې پر ټاکلي مهال او د منظور شوي پلان او تخنیکي معیارونو سره سم پرمخ ولاړې شي.

د یاد سړک په بشپړېدو سره به د نوي کابل ښار د اوسنیو او راتلونکو پراختیايي سیمو لپاره د تګ‌راتګ اسانتیاوې پراخې او د ښار د ترانسپورتي شبکې په پیاوړتیا کې به مهم رول ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۹
Background image

د کابل ښار د یوولسمې ناحیې په خیرخانه کې د ودانیو د تراکم او ځمکې د پوښښ کچه وڅېړل شوه

۱۴۴۸/۵/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټيمونود خپلو دوامداره څارنو په لړ کې، د کابل ښار د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۰
Background image

په میدان وردګ کې د مهاجرینو د ابدرې ښارګوټي د ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو د ابدرې ښارګوټي د ځمکې توپوګرافیکه سروې بشپړه کړه.

یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۰:۴۵
Background image

په لوګر کې د کور او ښار جوړولو وزارت د استوګنیزو بلاکونو د ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت د مرکز اړوند د آبچکان کلي په سیمه کې د وزارت د لوړپوړیزو استوګنیزو بلاکونو د ځمکې توپوګرافیکه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت