په ارزګان کې د ښاري سرغړونې د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۰:۳۱
ارزګان

۱۴۴۸/۴/۲۲

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم، د خپل کاري پلان له مخې، د ښار د درېیمې او څلورمې ناحیې په اړوندو ساحو کې د ساختماني فعالیتونو او ښاري پلانونو د تطبیق د څارنې په موخه تخنیکي لیدنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د څلورمې ناحیې اړوند د خیرو کاریز په پلان شوې ساحه کې ولیدل شول چې یوه استوګنیزه نمره د سوداګریزو هټیو د جوړولو لپاره کارول کېده. تخنیکي ټیم د یادې ساحې د منظور شوي پلان له مخې د استوګنیزې کارونې په اړه د ساحې مالک ته لازمې لارښوونې وکړې او د سوداګریزو هټیو د جوړولو د چارو د درولو غوښتنه یې وکړه.

د دې څارنې موخه د منظور شوو ښاري پلانونو د تطبیق ډاډ، د غیرقانوني ساختماني فعالیتونو مخنیوی او د راتلونکو ښاري پلانونو پر وړاندې د خنډونو د رامنځته کېدو مخنیوی دی.

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیمونه د ښاري نظم د ټینګښت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه خپلې څارنې په دوامداره توګه ترسره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت