له صیادو څخه نوي کابل ښار ته د پاکو اوبو د انتقال ستره پروژه د ډیزاین په مرحله کې ده

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۵۸
کابل جدید

۱۴۴۸/۴/۱۰

 د نوي کابل ښار د پراختیا او د ښار د راتلونکو اوبو اړتیاوو د تأمین په موخه، له صیادو اوبیزې سرچینې څخه نوي کابل ښار ته د پاکو اوبو د انتقال ستره او حیاتي پروژه د نوي کابل ښار عمومي ریاست د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د ارزونې او ډیزاین په مرحله کې ده.

د موجودې تخنیکي طرحې له مخې، د صیادو له اوبیزې سرچینې څخه نوي کابل ښار ته د اوبو د انتقال لپاره شاوخوا ۵۵ کیلومتره اوږد انتقالاتي مسیر په پام کې نیول شوی دی، چې د پروژې له بشپړېدو سره به د ښار د پراخېدونکو اوبو اړتیاوو د تأمین په برخه کې مهم ظرفیت رامنځته شي.

د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (جایکا) د ۲۰۱۲ میلادي کال د ترسره شوو مطالعاتو او امکان ‌سنجۍ له مخې، د نوي کابل ښار د نفوس او ښاري اړتیاوو لپاره د هر وګړي ورځنی د اوبو مصرف ۱۵۰ لیتره په پام کې نیول شوی دی. د یادو مطالعاتو پر بنسټ، د نوي کابل ښار د لومړي، دوهم، درېیم او څلورم پړاوونو، د کابل ښار د اوولسمې ناحیې او الشیخ ښارګوټي د اړتیاوو په ګډون، په مجموعي ډول شاوخوا ۷.۳۴ متر مکعب اوبه په یوه ثانیه کې اړتیا اټکل شوې، چې کلنی حجم یې شاوخوا ۲۳۳.۴ میلیونه متر مکعب اوبو ته رسېږي.

د ترسره شوو مطالعاتو له مخې، د صیاد ځمکې لاندې اوبیزه زیرمه د نوي کابل ښار د اوبو د تأمین لپاره له څلورو وړاندیز شوو سرچینو څخه د لومړیتوب وړ سرچینو په توګه په پام کې نیول شوې ده.

 دغه اوبیزه سرچینه د پنجشېر او غوربند سیندونو د تقاطع نقطې ته نږدې، د غوربند سیند په جنوبي اړخ کې موقعیت لري او له نوي کابل ښار څخه شاوخوا ۵۵ کیلومتره واټن لري.

د جایکا د مطالعاتو له مخې، په صیاد سیمه کې د ځمکې لاندې اوبو طبیعي زیرمه د پام وړ ظرفیت لري، د طبیعي اوبیزو طبقو څخه د اوبو د اخیستلو ظرفیت شاوخوا ۴ متر مکعب په یوه ثانیه او کلنی ظرفیت یې شاوخوا ۱۲۶.۱۴۴ میلیونه متر مکعب اټکل شوی دی. همدارنګه، د جایکا د تخنیکي سپارښتنې له مخې، که د اوبو د ترلاسه کولو لپاره د نفوذي ګالري سیستم وکارول شي، د اوبو د اخیستلو ظرفیت تر ۶.۳ متر مکعب په یوه ثانیه پورې رسېدای شي، چې کلنی ظرفیت یې شاوخوا ۱۹۸.۶۷ میلیونه متر مکعب اټکل شوی او د نوي کابل ښار د اټکل شوې کلنۍ اړتیا شاوخوا ۸۵ سلنه جوړوي.

د دې سترې او حیاتي پروژې د تخنیکي ارزونې، مطالعاتو او ډیزاین چارې د نوي کابل ښار عمومي ریاست د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري پر مخ وړل کېږي، څو د اوبو د سرچینې، استخراج، انتقال مسیر او د نوي کابل ښار د راتلونکو اړتیاوو په پام کې نیولو سره معیاري او عملي طرحه رامنځته شي.

د نوي کابل ښار د پراختیا له پراخې طرحې سره هممهاله، د ښار د اوبو د اوږدمهاله او دوامدار تأمین لپاره د مناسبو اوبیزو سرچینو موندل او د هغو د انتقال معیاري سیستم رامنځته کول له اساسي زیربنایي اړتیاوو څخه دي. له صیادو څخه نوي کابل ښار ته د اوبو د انتقال پروژه د همدې اړتیا د پوره کولو په موخه طرحه شوې، چې د موجودو مطالعاتو او تخنیکي ارزونو پر بنسټ به د ښار د راتلونکو پراختیايي پړاوونو لپاره د اوبو د تأمین په برخه کې مهم ظرفیت رامنځته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۵۸
Background image

له صیادو څخه نوي کابل ښار ته د پاکو اوبو د انتقال ستره پروژه د ډیزاین په مرحله کې ده

۱۴۴۸/۴/۱۰

 د نوي کابل ښار د پراختیا او د ښار د راتلونکو اوبو اړتیاوو د تأمین په موخه، له صیادو اوبیزې سرچینې څخه نوي کابل ښار ته د پاکو اوبو د انتقال ستره او حیاتي پروژه د نوي کابل ښار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل ښار په ۱۲مه ناحیه کې د شنې ساحې د غیرقانوني ودانیو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست  اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د عامه پوهاوي له آمریت سره په همغږۍ د کابل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت