د کابل ـ بګرام سړک د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۵۳
کابل بګرام سړک

۱۴۴۸/۳/۲۴

د کابل ـ بګرام سړک د جوړولو چارې په چټکۍ او منظم ډول روانې دي او د پروژې ټولې چارې د ملي او نړیوالو تخنیکي معیارونو او نورمونو له مخې ترسره کېږي.

د یادې پروژې چارې د نوي کابل ښار د پراختیا لوی ریاست د تخنیکي ټیم تر مدیریت، تخنیکي لارښوونې او دوامدار نظارت لاندې پرمخ وړل کېږي.

 د ریاست اړوند تخنیکي او ساختماني ټیمونه په دوامداره توګه د پروژې له ساحې څارنه کوي، څو چارې د منظور شوي پلان، تخنیکي مشخصاتو او کیفیتي معیارونو مطابق ترسره شي.

د پروژې د چارو د چټکتیا په موخه، رغنیزې چارې په بېلابېلو کاري شفټونو کې دوام لري، چې له امله یې د کار بهیر په پرله ‌پسې او منظم ډول روان ساتل شوی دی.

د کابل ـ بګرام سړک پروژه چې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري تمویلېږي، د نوي کابل ښار د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا له مهمو پروژو څخه ده، د دغه سړک په بشپړېدو سره به د نوي کابل ښار د تګ ‌راتګ اسانتیاوې، ترانسپورتي اړیکې او د اقتصادي فعالیتونو زمینه لا پیاوړې شي.

د یاد سړک جوړول د نوي کابل ښار د معیاري ښاري زیربناوو د رامنځته کولو او د ښار د راتلونکې پراختیا لپاره د اړینو ترانسپورتي اسانتیاوو په برابرولو کې مهم رول لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت