محترم محمد جواد پیکار: ارزګان کې د پراختیايي پروژو چارې چټکې او د ترینکوت ښاري پلان چارچوکاټ جوړ شي

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۸/۱۱ - ۱۳:۳
Uruzgan

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمد جواد پیکار د یو شمېر مرکزي رئیسانو په ملتیا د ارزګان والي محترم محمد شفیق اسدالله سعید او د ترینکوت ښاروال محترم نعمت الله الکو سره په خپل کار ځای کې ولیدل او یاد ولایت کې يې پر پراختیايي پروژو او ښاري مسایلو خبرې وکړې.

په سر کې د ارزګان والي او د ترینکوت ښاروال د دغه ولایت په مرکز ترینکوت کې پر ۱۹۱۹ جریبه ځمکه د خېرو کارېز ښارګوټي د پلان بشپړېدو، پر ۱۰۰۰ جریبه ځمکه د ترینکوت ملي ښارګوټي د سروې، د څه باندې ۲۰۰ استوګنیزې نومرې په لرلو د ښوونکیو د ښارګوټي د خط اندازۍ او د ځمکې انتقال، پر ۱۰۵ جریبه ځمکه د شهیدانو د تپې ښارګوټي د ځمکې انتقال، د ښار جوړولو او ځمکو ریاست لپاره د اداري ودانۍ رغولو او په ترینکوت کې د شخصي او دولتي ځمکو د تصفیې غوښتنه وکړه.

ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر زیاته کړه چې په پراختیايي برخو کې ارزګان له پامه غورځېدلی و، خو تر دې وروسته به د متوازنې پراختیا اصل په نظر کې نیولو سره دغه لړۍ بدلون ومومي.

محترم محمد جواد پیکار وویل، د ترینکوت خېرو کارېز ښارګوټي د پلان ۸۰ سلنه چارې پر مخ تللي او د ښاري پلانونو طرحې عمومي ریاست ته یې دنده وسپارله چې ژر تر ژره دې پاتې برخه بشپړه کړي.

نوموړي همدا راز د ځمکو د انتقال ریاست ته دنده وسپارله چې د یاد ښارګوټي د ځمکې انتقال وړاندیز دې د جمهوري ریاست عالي مقام ته چمتو کړي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر د ترینکوت ملي ښارګوټي په تړاو د ښاري پلانونو د طرحې عمومي ریاست ته هم دنده وسپارله چې یو پلاوی دې د یاد ښارګوټي سروې لپاره هغه ولایت ته ورولېږي.

محترم محمد جواد پیکار د غونډې په دوام د ښاري پلانونو طرحې عمومي ریاست ته سپارښتنه وکړه چې د ښوونکیو ښارګوټي خط اندازي وکړي او وروسته له هغې اړمنو ښوونکیو باندې استوګنیزې نومرې ووېشل شي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر همدا رنګه په مرکز ترینکوت کې د شهیدانو تپې ښارګوټي په تړاو د ترینکوت ښاروالۍ ته هم لارښوونه وکړه چې په استثنایي توګه د یادې ځمکې د وېش لړۍ د یوې مشخصې کړنلارې پر اساس پیل کړي.

محترم محمد جواد پیکار په ورته وخت کې ژمنه وکړه چې د ښار جوړولو او ځمکو اداري ودانۍ ته به د راتلونکي کال په بودجه کې ځای ورکړل شي. نوموړي همدا راز څرګنده کړه چې د ترینکوت مرکز شاوخوا ۱۶ زره جریبه شخصي او دولتي ځمکې تصفیې لپاره دې د ولایت مقام له خوا مکتوب راولېږل شي، څو د هغې په رڼا کې د جمهوري ریاست عالي مقام حکم واخیستل شي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر اړوندو برخو ته لارښوونه وکړه چې ترینکوت د ښاري پلان جوړونې چارچوکاټ (UDF) په پلان کې شامل کړي.

محترم محمد جواد پیکار څرګنده کړه چې د یاد پلان په جوړېدو سره تر اوږدې مودې پورې د یاد ښار د پراختیا مسیر په ډاګه کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۴۵
Background image

پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نومرو د وېش لړۍ چټکه شوې؛ څه باندې لس زره نمرې وېشل شوي

۱۴۴۷/۱۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د راستنېدونکو مهاجرو کورنیو لپاره د منظم او باعزته ژوند د برابرولو په موخه اغېزمن ګامونه پورته کړي دي.

دې برخه کې د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۱
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د اړوند آمریت د هدایت او د دوامداره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۲۵
Background image

جوزجان ولایت کې راستنو شوو مهاجرو کورنیو باندې استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له حکم سره سم په یو شمېر ولایتونو کې پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر چټک. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت