راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو نمرو د وېش شمېر له ۶۵ زرو واوښت

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۲۶
مهاجرین

۱۴۴۸/۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو د نمرو د وېش لړۍ دوام لري.

د تیرې دوشنبې په ورځ په پنځو ولایتونو کې له زر څخه ډېرو راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.

په ننګرهار ولایت کې ۶۹۳، په پکتیکا ولایت کې ۱۰۸، په نیمروز ولایت کې ۱۱۲، په فاریاب ولایت کې ۱۵۰ او په بامیان ولایت کې ۱۰۰ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ورکړل شوې دي.

د یادو شمېرو له مخې، یوازې د همدې ورځې په جریان کې ټولې ۱۱۶۳ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.

تر دې مهاله په ټول هېواد کې د استوګنیزو ځمکو د وېش د بهیر له مخې ۶۵ زره او ۱۵۴ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې ورکړل شوې دي، او دا لړۍ لا هم په منظم او چټک ډول روانه ده.

د یادونې وړ ده، چې د استوګنیزو ځمکو د وېش پروسه د راستنو شویو مهاجرو کورنیو د دایمي مېشتېدنې، ټولنیز ثبات او اقتصادي پیاوړتیا په موخه پر مخ وړل کېږي، ترڅو هغوی وکولای شي په خپل هېواد کې په مناسب چاپېریال کې خپل ژوند له سره پیل کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل ښار په ۱۲مه ناحیه کې د شنې ساحې د غیرقانوني ودانیو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست  اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د عامه پوهاوي له آمریت سره په همغږۍ د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۵
Background image

د غزني پوهنتون تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر لخوا لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني لخوا د غزني پوهنتون تفصیلي پلان لاسلیک شو.

د غزني پوهنتون تفصیلي پلان د شاوخوا ۵۰۰ جریبه ځمکې په محدوده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۴۹
Background image

د لغمان ولایت د بابا صاحب په دښته کې د کډوالو او راستنېدونکو له ښارګوټي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۹

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي پلاوي، د ولایت مقام د څارنې او ارزونې له استازي سره یوځای، د بابا صاحب په دښته کې د کډوالو او راستنېدونکو د ښارګوټي له چارو څخه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت