د جوزجان ولایت په قوشتپې ولسوالۍ کې د توپوګرافۍ سروې بشپړه شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۵۲
جوزجان

۱۴۴۸/۲/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ای‌ايس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د قوشتپې ولسوالۍ کې د توپوګرافۍ سروې بشپړه کړه.

یاده سروې، د سروې او جي‌ای‌ایس ریاست د کاري پلان له مخې ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې د یاد پلان اړوند 514.160 جریبه ځمکه په تخنیکي او معیاري ډول سروې او اندازه شوه.

د دې سروې موخه، د سیمې د دقیقو تخنیکي معلوماتو راټولول، د ښاري پلانونو د ترتیب لپاره د لازمې زمینې برابرول، د ځمکو د مساحتونو تثبیت او د راتلونکو پراختیایي او بنسټیزو پروژو د پلي کېدو لپاره د کره معلوماتو چمتو کول دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ای‌ایس ریاست د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خپلو کاري پلانونو له مخې د توپوګرافۍ سروې او تخنیکي ارزونې چارې په دوامداره توګه پر مخ وړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د ودانیو د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخینوي ریاست تخنیکي ټيم، د خپلو کاري پلانونو له مخې او د تېرو څارنو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۴
Background image

لوګر کې د استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د اشنفور په کلي کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې د پلان د ترتیب په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت