د کابل – بګرام سړک په مسیر کې د نوري فایبر شبکې د مسیر د ټاکلو په موخه تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۲/۳
د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د خپلو دوامدارو فعالیتونو په لړ کې، د کابل – بګرام سړک له مسیر څخه تخنیکي څارنه او ساحوي ارزونه ترسره کړه.
د ساحوي ارزونې پر مهال څرګنده شوه چې تر اوسه د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د نوري فایبر شبکې مسیر نه دی ټاکل شوی، له همدې امله د یادې پروژې عملي چارې لا نه دي پیل شوې.
د دې څارنې موخه دا وه چې د ښاري قوانینو او مقرراتو د پلي کېدو بهیر وڅارل شي، د ښاري سرغړونو د رامنځته کېدو مخه ونیول شي او د ښاري نظم، معیاري پراختیا او ښاري ښکلا د تأمین لپاره لازم اقدامات ترسره شي.
