د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ د بازار د توپوګرافۍ سروې بشپړه شوه
۱۴۴۸/۲/۳
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جيایاېس ریاست تخنیکي ټیم د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ د بازار د توپوګرافۍ سروې بشپړه کړه.
یاده سروې د سروې او جيایاېس ریاست د کاري پلان له مخې ترسره شوې، چې په ترڅ کې د بازار اړوند ۱۸۷۵ جریبه ځمکه په تخنیکي او معیاري ډول سروې او اندازه شوه.
د دې سروې موخه د سیمې د دقیقو تخنیکي معلوماتو راټولول، د ښاري پلانونو د ترتیب لپاره د لازمې زمینې برابرول، د ځمکو د مساحتونو تثبیت او د راتلونکو پراختیایي او بنسټیزو پروژو د پلي کېدو لپاره د کره معلوماتو چمتو کول دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جيایاېس ریاست د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خپلو کاري پلانونو له مخې د توپوګرافۍ سروې او تخنیکي ارزونې چارې په دوامداره توګه پر مخ وړي.
