د هلمند ولایت د احمدشاهي مېنې د درېیم قسمت د سړکونو د خط اچونې چارې پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۹:۱۰
هلمند احمدشاهی

۱۴۴۸/۱/۱۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري د لښکرګاه ښار د احمدشاهي مېنې په درېیمه برخه کې د تفصیلي پلان د تطبیق په موخه د سړکونو د خط اچونې عملي چارې پیل شوې.

یاده سیمه د لښکرګاه ښار د ستراتیژیک پلان برخه ده، چې د امارتي ځمکو د غصب څخه د مخنیوي او بېرته راګرځولو کمېسیون د لارښوونې پر بنسټ یې د غصب څخه د خلاصون او د تفصیلي پلان د عملي کولو چارې روانې دي.

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ته د یادې پروسې په چوکاټ کې د تفصیلي پلان د تطبیق د څارنې، د سړکونو د خط اچونې او نښه ‌ګذارۍ مسئولیت سپارل شوی، چې یادې چارې دا مهال په منظم ډول پر مخ روانې دي.

له یادو چارو تر بشپړېدو وروسته به د نافذه اصولو او قانوني طرزالعملونو له مخې د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر هم پيل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په ترینکوټ کې د اوبو د ذخیرې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار اړوند د عامې روغتیا ریاست لپاره د اوبو د ذخیرې له جوړولو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د یادې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په ترینکوټ کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو شبکې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو تخنیکي ټیم، د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر د اعمار له روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې د ساختماني چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت