په بامیان ښار کې د سراسیاب سیمې د رغنیز پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۵
بامیان

۱۴۴۷/۱۱/۲۷

د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست انجینري ټیم، د بامیان ښاروالۍ په همغږۍ، د بامیان ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د سراسیاب سیمې د رغنیز او انکشافي پلان د ترتیب په موخه توپوګرافي سروې پیل کړه.

یاده سروې د تخنیکي وسایلو او تجهیزاتو په کارولو ترسره کېږي، چې موخه یې د سیمې منظم تنظیم، د ښاري زیربناوو پراختیا او اوسېدونکو ته د معیاري ښاري خدمتونو او اسانتیاوو برابرول دي.

د مسؤلینو په وینا، دغه سروې د اسلامي امارت د رهبرۍ د شلمې ګڼې فرمان د تطبیق په چوکاټ کې ترسره کېږي، څو د یادې سیمې لپاره یو منظم او معیاري رغنیز پلان ترتیب او عملي شي.

همداراز، د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انکشافي او ښاري پروژو د تطبیق په برخه کې د سیمې د اوسېدونکو له همکارۍ مننه کړې او ټینګار یې کړی، چې ورته زیربنایي او ښاري پروګرامونه به د بامیان ښار په نورو سیمو کې هم دوام ومومي.

توپوګرافي سروې د ښاري پلان جوړونې او زیربنایي پراختیا له مهمو لومړنیو پړاوونو څخه ګڼل کېږي، چې د معیاري ښاري خدماتو، منظمې ودانیزې پراختیا او متوازن ښاري ودې لپاره اساسي تخنیکي معلومات برابروي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۳:۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت: اسلامي شریعت، اخلاص او د خلکو خدمت د اداري چارو بنسټ دی

۱۴۴۸/۲/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ ، د دغه وزارت اداري ناسته ترسره شوه.

په یاده ناسته کې، د دغه وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۷
Background image

د جوزجان مردیان ولسوالۍ د ارنجي کلینیک د ودانیزو چارو څارنه وشوه

1448/2/1

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري د مردیان ولسوالۍ د ارنجي کلینیک د ودانۍ د جوړولو له روانو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو ساحوي څارنو په لړ کې د کابل ښار د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت