د میدان وردګ ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۱:۳۰
میدان وردګ

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د میدان وردګ ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

دا مهم ګام د یاد ولایت د راستنېدونکو مهاجرو کورنیو د ژوند د ښه والي، منظم مېشتېدو او ورته د بنسټیزو اسانتیاوو برابرولو په موخه اخیستل شوی دی.

د دغه پلان په اصلاح سره په یاد ښارګوټي کې (۱۲۲۸) استوګنیزې نمرې رامنځته شوې.

دغه پلان د عصري ښاري معیارونو پر بنسټ طرحه شوی، چې په کې د استوګنې منظم بلاکونه، د څښاک پاکو اوبو سیستم، برېښنا، سړکونه، ښوونیز او روغتیايي مرکزونه، شنې ساحې او عامه خدمتونه شامل او ډیزاین شوي دي.

همدارنګه، د چاپېریال ساتنې اصول په پام کې نیول شوي، څو د دوامدار پرمختګ لپاره مناسب شرایط رامنځته شي.

د دې پلان عملي کېدل به نه یوازې د مهاجرینو د سرپناه ستونزه هواره کړي، بلکې ورسره به په سیمه کې اقتصادي فعالیتونه هم وغوړېږي او د کارموندنې نوي فرصتونه به رامنځته شي.

تمه ده چې د پروژې عملي چارې به په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

د یادونې وړ ده چې دا ډول پروژې د ټول هېواد په کچه د راستنېدونکو مهاجرو کورنیو د ملاتړ په پار دوام لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۶:۱۴
Background image

د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي پارک اصلاحي تفصیلي پلان د تطبیق لپاره رسماً وسپارل شو

۱۴۴۸/۳/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي پارک لپاره جوړ شوی اصلاحي تفصیلي پلان، د یوه رسمي مراسمو په ترڅ کې د تطبیق په موخه د صنعتکارانو ټولنې ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۶:۲۴
Background image

د کابل ښار د پنځم مکروریان د «B4» بلاک د بنسټ ډبره کېښودل شوه

۱۴۴۸/۳/۱۹

د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند د سولې استوګنیزې پروژې، چې د پنځم مکروریان په نوم هم پېژندل کېږي، د «B4» بلاک د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسم ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د ریاسة. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۶
Background image

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د بېلابېلو ساختماني پروژو له چارو څخه څارنه وکړه

۱۴۴۸/۳/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د اوو ساختماني پروژو له. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت