د تقنیني اسنادو د بیاکتنې او پړاونو بشپړولو کمېټې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او نظرونه تبادله کړل
۳ / ۱۱ / ۱۴۴۷
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم معین، شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د تقنیني اسنادو د بیاکتنې او پړاونو بشپړولو کمېټې ناسته وکړه، چې په کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې.
په پیل کې، د کور او ښار جوړولو وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست له لوري د ښار جوړولو او مسکن د قانون د مسودې د پړاونو بشپړولو لپاره عدلیې محترم وزارت ته د لېږلو، په قانون کې د معاشاتو د تنظیم او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې شول.
دغه راز، څرګنده شوه چې د قانون ځینې مواد د کمېټې له صلاحیتونو سره تړاو لري او باید د همدې کمېټې له نظره په قانون کې تنظیم شي.
وروسته د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، د کور او ښار جوړولو وزارت د وظیفوي صلاحیتونو په اړه ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د ښاري اړتیاوو لپاره د پلانونو ترتیب او همدارنګه د هغو ویزه کول د دې وزارت له اساسي دندو څخه دي.
نوموړي همدارنګه د اسلامي فقهې پر بنسټ د ښار جوړولو او مسکن د قانون د موادو د تخریج پر اهمیت ټینګار وکړ او د خپلو خبرو په دوام یې وویل، د کمېټې غړي په ځانګړي ډول هغه دیني عالمان چې په دې کمېټه کې غړیتوب لري، باید هڅه وکړي څو د فقهې د مسایلو په تخریج سره دا قانون لا بډای کړي او په عملي ډګر کې یې اغېزمنه استفاده یقیني کړي.
د یادونې وړ ده، چې د ښار جوړولو او مسکن قانون په ۵ څپرکیو او ۳۰ مادو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه، د ۹مې ګڼې فرمان پر بنسټ د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري ترتیب او تدوین شوی دی.
تمه ده چې ځینې مادې به یې له فقهي تخریج وروسته لا بډای شي او په هېواد کې به ترې په اغېزمن ډول ګټه واخیستل شي.
