د ننګرهار او پکتیکا لپاره مهم ګام؛ د مهاجرینو ښارګوټو اصلاحي پلانونه منظور شول

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۴
وزارت شهرسازی ومسکن

۱۴۴۷/۱۰/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو اړوند د مهاجرینو د ښارګوټو تفصیلي اصلاحي پلانونه منظور کړل.

د ا.ا زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د فرمان سره سم، د ننګرهار ولایت د مهاجرینو ښارګوټي کې ټولې (۴۳۳۹) پنځه بسوه یي استوګنیزې نمرې او د پکتیکا ولایت د مهاجرینو په ښارګوټي کې ټولې (۳۲۹۱) پنځه بسوه یي استوګنیزې نمرې په پام کې نیول شوي دي.

د یادو پلانونو موخه په دغو ولایتونو کې د راستنېدونکو او بې‌ځایه شوو کورنیو لپاره د معیاري او منظم استوګنیزو ښارګوټو رامنځته کول دي، څو هغوی ته د سرپناه تر څنګ بنسټیز خدمات هم برابر شي.

ترڅنګ یې د سړکونو جوړول، د پاکو اوبو رسولو سیستم، برېښنا، عامه تأسیسات، ښوونیز او روغتیايي مرکزونه، او نور اړین ښاري خدمات هغه څه دي چې په هر پلان کې ورته بشپړه پاملرنه کېږي.

محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د پلانونو د منظورۍ په مهال ټینګار وکړ، چې اړوند تخنیکي ټیمونه دې د دغو پروژو د عملي کېدو لپاره لازم چمتووالی ونیسي او چارې دې یې د معیاري اصولو سره سم پر مخ یوسي.

همدارنګه، ښاغلي حقاني اړوندو ریاستونو ته لارښوونه وکړه چې د پلانونو د تطبیق بهیر دې په چټکۍ سره پیل کړي او په دې برخه کې دې له نورو همکارو ادارو سره لازمې همغږۍ ته دوام ورکړي، څو یادې پروژې په ټاکلي وخت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ژمن دی، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښاري پراختیا او د خلکو د ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په تېر یو کال کې شاوخوا «۱۸۰» ودانیزې نقشې وڅېړل شوې

۱۴۴۷/۱۰/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت په تېر یو کال (۱۴۰۴) کې شاوخوا «۱۸۰» ودانیزې نقشې څېړلې او ارزولې دي.

دغه «۱۸۰» ودانیزې نقشې د یاد وزارت د ودانیو او ساختماني تاسیساتو د طرح او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۱۸
Background image

د ارزګان په ترینکوټ ښار کې د مهاجرینو لپاره د ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

تر دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

په لوګر ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د استوګنیزو نمرو د خط اچولو چارې روانې دي

۱۴۴۷/۱۰/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، راستنېدونکو مهاجرینو ته د استوګنې د زمینې برابرولو په موخه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښارګوټو د جوړېدو او د ځمکو د وېش لړۍ روانه کړې ده.

پ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت