له داخلي صنایعو د ملاتړ او پانګونې پراختیا په موخه په هرات ولایت کې د صنعتي پارک د مهمې پروژې د طرحې او ډیزاین چارې بشپړې او منظور شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۰:۱۶
هرات

۱۴۴۷/۹/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې، د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ د صنعتي پارک پنځم فاز پروژې اړوند تفصیلي پلان منظور کړ.

دغه پلان د کور او ښار جوړولو وزارت او د صنعت او سوداګرۍ وزارت ترمنځ د موجود پروتوکول له مخې، د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ د عملیاتي پلانونو د کمېټې له لوري و ارزول شو او بیا تر کنترول وروسته دا پلان د یاد وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري په رسمي ډول تصویب شو.

د دغې پروژې په چوکاټ کې یو لړ تخنیکي چارې ترسره شوې دي چې په کې د امکان سنجۍ مطالعې، تخصصي ارزونې، توپوګرافي سروې، هایدرولوژیکي او جیوتخنیکي مطالعې هم شاملې دي چې پر بنسټ یې د صنعتي پارک تفصیلي پلان برابر شو.

د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ د صنعتي پارک پنځم فاز په شاوخوا (۶۰۰) جریبه ځمکه کې ډیزاین شوی، چې (۱۷۲) صنعتي نمرې په کې په بېلابېلو مساحتونو شاملې دي.

د دغه پارک شاوخوا ۵۰ سلنه ساحه یې صنعتي فعالیتونو ته ځانګړې شوې ده.

په دې پارک کې د پلاستیک، ډبرو، خوراکي توکو، بېلابېلو صنایعو، درملو او د اوسپنې د ویلې کولو په ګډون ګډ صنعتي سکتورونه فعالیت کولی شي.

ټاکل شوې چې د دغه صنعتي پارک په بشپړېدو او ګټې اخیستنې سره به د تولیدي، خدماتي او سوداګریزو سکتورونو په بېلابېلو برخو کې لسګونه زره مستقیم او غیرمستقیم کاري فرصتونه رامنځته شي، چې دا به د صنعتي زیربناوو د پراختیا، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا او د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې یو مهم ګام وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۸
Background image

د جوزجان ولایت مخابرات ریاست اړوند د ښوونځي د ودانۍ له جوړولو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د جوزجان ولایت د ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم، د جوزجان ولایت د مخابراتو ریاست اړوند د پمپ ‌خانې په سیمه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۴۵
Background image

په پنچشیر کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو له پروژې څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د پنجشېر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یادې اداري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۹
Background image

په نوي کابل ښار کې د اوبو ایستنې او سیلابونو د مدیریت زیربنایي چارې پراخېږي

۱۴۴۸/۴/۱۱

د نوي کابل ښار عمومي ریاست له لوري د ښار د زیربنایي پراختیا په لړ کې، د موسمي ورښتونو او سیلابي اوبو د مدیریت، د اوبو د منظم انتقال او د ښاري تأسیساتو د خوندیتوب په موخه د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت