له بهرنیو پانګوالو سره د نوي کابل ښار د پراختیا په اړه لومړنۍ غونډه ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۰:۹
معینیت مسکن

۱۴۴۷/۹/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا او اقتصادي زونونو په اړه له یو شمېر بهرنیو پانګوالو سره مهمه او تعارفي غونډه ترسره کړه.

غونډه د نوي کابل ښار د پراختیا ریاست، د پانګونې چارو د تنظیم ریاست او د اقتصادي زونونو د پراختیا ریاست له لوري د روسیې هېواد له پانګوال او د کنسرسیوم رئیس، د ازبکستان هېواد پانګوال او د میر ګروپ د شرکتونو رئیس او د سویلي کوریا هېواد پانګه ‌وال او انجنیر سره ترسره شوه.

په دې ناسته کې، دواړو لورو د نوي کابل ښار د پراختیا په برخه کې د پانګونې پر شته فرصتونو او اړتیاوو هر اړخیز بحثونه وکړل.

دا ناسته لومړنۍ او تعارفي وه او تصمیم ونیول شو چې په راتلونکو ناستو کې به دواړه لوري د کور او ښار جوړولو وزارت تر چتر لاندې د نوي کابل ښار او نورو اړوندو پروژو په بېلابېلو برخو کې د فعالیتونو او پانګونې په اړه بشپړ او تخنیکي پرزنټېشنونه وړاندې کړي، تر څو د راتلونکو ګډو پلانونو لپاره لازم بنسټونه برابر شي.

د نوي کابل ښار ستره پروژه کولی شي د هېواد په اقتصادي وده، د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو او د ښاري زیربناوو په معیاري پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت رهبري ډاډ څرګندوي چې د پانګوالو لپاره به د همغږۍ، شفافیت او اسانتیاوو برابرولو په برخه کې لازم اقدامات ترسره شي، څو د ملي پرمختیا په بهیر کې اغېزمن او پایدار ګامونه واخیستل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۱:۱۱
Background image

د هلمند واشېر ولسوالۍ پر عمومي سړک د یوې ودانیزې پروژې له چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۹/۱۵

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د دغه ولایت د واشېر ولسوالۍ پر عمومي سړک د ویې ودانیزې پروژې له چارو تخنیکي څارنه او ارزونه ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۰:۵۳
Background image

د هلمند په شینډنډ ولسوالۍ کې د یو کانال له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۹/۱۵

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست تخنیکي ټیم له لوري، د دغه ولایت د محترمې ښاروالۍ اړوند یو کانال پروژې د کانکرېټ اچولو له بهیر څارنه ترسره شوه.

دغه څارنه د کور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۰:۲۳
Background image

په بغلان ولایت کې د ښاري پراختیا او منظمې ابادۍ په لور یو مهم ګام پورته شو

۱۴۴۷/۹/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ اړوند د سرپُل کنده ساحې لپاره تفصیلي ښاري پلان منظور او لاسلیک کړ.

دغه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت