په فاریاب ولایت کې د مهاجرینو د ښار ګوټي د سړکونو له چارو څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۰:۴۶
,

۱۸/۷/۱۴۴۷

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د دولت‌آباد ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د تفصیلي پلان په چوکاټ کې د سرکونو د بستر‌سازۍ او جغل اچونې د پروژې له چارو څخه څارنه وکړه.

ښاغلي رئیس وویل،  د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د پروژې چارې د منظور شوې نقشې او انجنیري معیارونو سره سم په عملي ډول په ساحه کې روانې دي او مسؤلو انجنیرانو ته لارښوونه وشوه، چې د جغل د هموارکارۍ پر وخت دې ضخامت  په معیاري ډول تطبیق شي.

یاده پروژه د مهاجرینو ښارګوټي د سرکونو د معیاري کېدو او د تګ راتګ د اسانتیاوو د ښه‌ والي په موخه پلي کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د ودانیو د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخینوي ریاست تخنیکي ټيم، د خپلو کاري پلانونو له مخې او د تېرو څارنو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۴
Background image

لوګر کې د استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د اشنفور په کلي کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې د پلان د ترتیب په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت