د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د راستانه شوو مهاجرینو د ښارګوټي اړوند د سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۳۹
ترینکوټ

۱۴۴۷/۶/۲۶

د اسکان دایمي کمېټې په مشرۍ د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي، چې د راستنېدونکو اړمنو مهاجرو لپاره په ښارګوټو کې د ټولګټو چارو ابادي او رغونه پیل کړي.

په همدې لړ کې دا ځل د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د راستنېدونکو اړمنو مهاجرو کورنیو لپاره د ښارګوټي اړوند د سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې.

ارزګان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست وایي، په یاد ښارګوټي کې د سړکونو د جوړولو د چارې د دغه ولایت د محترم والي په شتون کې پیل شوې.

دمګړۍ د یاد ښارګوټي اړوند د سړکونو جوړولو لپاره پڼځه میلیونه افغانۍ ځانګړي شوې دي، چې د اړتیا سره سم به نورې هم ورته ځانګړې شي.

یاد سړکونه به هوارکاري شي، جغل به پرې واچول شي او د تګ راتګ لپاره به مناسب ورګرځول شي.

تمه ده چې په دې او دېته ورته نورو ټولګټو چارو په ابادولو سره به د یاد ښارګوټي د ابادۍ چارې چټکې، اغېزمنې او ګټورې تمامې شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي چې په ټول هېواد کې د مهاجرینو اړوند ښارګوټو چارې ګړندۍ کړي، ترڅو درنو مهاجرو کورنیو ته د دایمي استوګنې زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د ودانیو د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخینوي ریاست تخنیکي ټيم، د خپلو کاري پلانونو له مخې او د تېرو څارنو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۴
Background image

لوګر کې د استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د اشنفور په کلي کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې د پلان د ترتیب په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت