کابل ښار کې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره د سپینې دولتي ځمکې د تثبیت په اړه سلا مشورې وشوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۳۷
معینیت شهری

۲۵/۰۶/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ جوړې شوې کمیټې، کابل ښار کې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت پورې اړوند د پلچرخي د ۷۰۰ جریبه صنعتي پارکونو د بدیل په توګه د سپینې دولتي ځمکې د تثبیت په اړه سلا مشورې وکړې.

یاده کمېټه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د کور او ښار جوړولو وزارت، د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت د ځمکو د برخې او د کابل ښاروالۍ د استازو څخه جوړه ده، څه موده وړاندې یې د کابل ولایت په ښار او ولسوالیو کې ځینې سیمې تر ارزونې لاندې نیولې وې.

د کمېټې غړو وویل چې د ښار محدوده کې یې څو سیمې وڅېړلې، خو سپینه دولتي ځمکه د صنعتي پارک لپاره مناسبه ونه موندل شوه؛ له همدې امله د کابل ولایت په ولسوالیو کې د ښاري چوکاټ څخه بهر سیمې هم لا نورو هر اړخیزو څېړنو ته اړتیا لري.

د دې وزارت د ښاري چارو مرستیال ښاغلي شیخ مدارعلي کریمي بامیاني وویل چې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره د مناسبې ځمکې تثبیت بنسټیز ارزښت لري، تر څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي او اقتصادي وده رامنځته شي؛ نو ځکه باید لا زیاتې هڅې او پوره پاملرنه وشي، څو د کابل ښار لپاره د صنعتي پارکونو سپینه دولتي ځمکه په کره توګه وټاکل شي.

همدارنګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت محترم استازي وویل چې په ډېرو هېوادونو کې د پانګونې لپاره پراخې اسانتیاوې ورکول کېږي، زموږ پانګه‌ وال ملاتړ ته اړتیا لري، تر څو په هېواد کې د پانګونې لا ډېر فرصتونه برابر شي.

د کمېټې غړو د ارزول شوې سیمې او همدارنګه د ځینو نورو سیمو په اړه، د صنعتي پارک د جوړولو په موخه خپل نظرونه څرګند کړل.

په پای کې پرېکړه وشوه چې تر لا زیاتو څېړنو وروسته، د سیمې د ټاکلو په اړه اړینه پرېکړه وشي او د انتخاب لپاره د ریاست‌الوزراء اقتصادي کمېټې ته وړاندیز شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د ودانیو د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخینوي ریاست تخنیکي ټيم، د خپلو کاري پلانونو له مخې او د تېرو څارنو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۴
Background image

لوګر کې د استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د اشنفور په کلي کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې د پلان د ترتیب په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت