په سوزمه قلعه کې بې نقشې ودانیزې چارې ودرول شوې
۱۴۴۷/۰۶/۲۴
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیم د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ د سرپل ولایت سوزمه قلعه ولسوالۍ ته د څارنې لپاره ورغلی او د ښار د پلان شوې ساحې له وضعیت یې لیدنه کړې ده، د ټیم د ارزونې پر مهال څرګنده شوې چې په دوه برخو کې ودانیز فعالیتونه د وزارت له منظور شوې نقشې پرته روان وو، چې له همدې امله یې یادې ودانیزې چارې په رسمي ډول درولې دي.
د مسولینو په خبره، له ساحې د کتنې پر مهال ټیم ښاروالۍ ته سپارښتنه کړې چې په پلان شوې ساحه کې هېڅ ډول ودانیز کار باید د وزارت له همغږۍ او منظور شوې نقشې پرته ترسره نه شي، همدارازد څارنې په دوام کې د دوو پلچکونو بشپړ شوي کارونه هم ارزول شوي چې د تخنیکي معیارونو مطابق او د طرحې له مخې ترسره شوي او د ګټې اخستنې لپاره مناسب بلل شوي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت په هېواد کې د ښاري نظم د ټینګښت او د ودانیزوچارو د فعالیتونو د معیاري کېدو لپاره د پلانونو د تطبیق او سرغړونو د مخنیوي پر لړۍ ټینګار کوي، او دا څارنې د همدې بهیر مهمه برخه جوړوي.
