د غور په فیروزکوه ښار کې د شپږمې برخې د تفصیلي پلان د تطبیق چارې پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۰:۳۰
غور ولایت

۱۴۴۷/۶/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د سروې او جي، ای، ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د غور ولایت په فېروز کوه ښار کې د منظمې پراختیا په موخه د شپږمې برخې د تفصیلي پلان د تطبیق بهیر پیل کړ.

ښاغلی حافظ لطیف وایي، د یاد پلان د تطبیق ساحه ۱۱۹۹.۴۷ جریبه ځمکه رانغاړي چې د ښار د نوې ودې، معیاري جوړښت، منظمو سړکونو، عامه تأسیساتو او منظمې ښاري نقشې د رامنځته کېدو لپاره ځانګړې شوې ده.

نوموړی، د تفصیلي پلان د تطبیق اساسي هدفونه د ښار د پراختیا لپاره د واضح او معیاري نقشې رامنځته کول، د بې‌نظمۍ او غیرقانوني جوړښتونو مخنیوی، د ښاري خدمتونو او عامه تأسیساتو لپاره د مناسب ځای ټاکل او د پلان مطابق د نویو ابادیزو ساحو تنظیم او ترتیب بیانوي.

تمه ده چې د پلان تطبیق به د فیروزکوه ښار د منظم ښار جوړولو په برخه کې مهم بدلونونه رامنځته کړي او د خلکو لپاره به ښاري اسانتیاوې لا معیاري کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د ودانیو د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخینوي ریاست تخنیکي ټيم، د خپلو کاري پلانونو له مخې او د تېرو څارنو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۴
Background image

لوګر کې د استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د اشنفور په کلي کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې د پلان د ترتیب په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت