د کور او ښار جوړولو وزارت درې اداري تعمیرونه په اساسي ډول رنګ او ترمیم شول

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۹:۳۲
وزارت

۱۴۴۷/۶/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت درې مهم اداري تعمیرونه د یوې منظمې پروژې له مخې په اساسي او معیاري ډول رنګمالي او ترمیم شول.

یاد درې مهم اداري تعمیرونه د یوې پراخې او معیاري ترمیمي پروسې له لارې په اساسي ډول رنګمالي او تخنیکي ترمیم شوي دي.

د ودانیو د ساتنې او دوامدارې استفادې په موخه دا کارونه د ساختماني اصولو او تخنیکي معیارونو مطابق ترسره شوي دي.

د دې کارونو موخه د اداري چاپېریال ښایست، د بیت المال د ودانیو ساتنه، او د کارکوونکو لپاره د مناسب کاري چاپېریال رامنځته کول دي.

په دغو درېیو ودانیو کې د رنګمالۍ، د زړو برخو ترمیم، د دېوالونو پاکول، او د سطحو یو لړ محافظتي کارونه ترسره شوي دي.

پروژه د تخنیکي معیارونو مطابق تطبیق شوې او د ساختماني چارو پر کیفیت یې ځانګړې څارنه شوې ده.

د کور او ښار جوړولو وزارت کې، د ودانیو د معیاري کولو او د ادارو د کاري اسانتیاوو د ښه کولو لړۍ به دوام ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د ودانیو د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخینوي ریاست تخنیکي ټيم، د خپلو کاري پلانونو له مخې او د تېرو څارنو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۴
Background image

لوګر کې د استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د اشنفور په کلي کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې د پلان د ترتیب په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت