د کور او ښار جوړولو وزیر په کابل کې له یو شمېر قطریانو سره وکتل

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۸
وزیر شرسازی و مسکن

۱۴۴۷/۶/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د قطر هېواد د الغرافة خیریه بنسټ له لوړپوړو مسؤلینو سره وکتل.

دواړو لوریو په دغه کتنه کې، پر یو شمېر مهمو ودانیزو موضوعاتو بحثونه وکړل او نظرونه یې تبادله کړل.

دغه راز، په دې کتنه کې د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند خوشحال خان سیمه کې د قطري استوګنیزې پروژې د پرمختګ، ترسره شوو چارو او پاتې برخو په تړاو خبرې وکړې.

محترم وزیر د قطري پروژې د وضعیت او دغه راز د پروژې د ځینو برخو د ډیزاین د بشپړولو او کارونو د ګړندیتوب په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او د مقابل لوري د دوامداره همکاریو غوښتنه یې وکړه.

قطري پلاوي په افغانستان کې د خپلو خیریه او پرمختیایي فعالیتونو لنډ معلوماتي راپور هم وړاندې کړ او غبرګه یې کړه چې د کابل استوګنیزې پروژې سربېره، په فراه ولایت کې هم یوه نوې استوګنیزه پروژه روانه لري.

د یاد بنسټ مسؤلینو څرګنده کړه، چې په همدې ښارګوټي کې د یو روغتون ترڅنګ د دوه مسجدونو کار هم پیلوي.

په پای کې دواړو لورو د لا نږدې همکارۍ او د یادو پروژو د چټک پرمختګ هیله څرګنده کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د ودانیو د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخینوي ریاست تخنیکي ټيم، د خپلو کاري پلانونو له مخې او د تېرو څارنو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۴
Background image

لوګر کې د استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د اشنفور په کلي کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې د پلان د ترتیب په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت