د مهاجرینو په ښارګوټو کې د اوبو او نورو ټولګټو پروژو پر عملي کولو خبرې وشوې
۱۴۴۷/۶/۱۱
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ، اړمنو مهاجرو کورنیو ته د ځمکو د وېش هیئت خپله نوبتي ناسته وکړه او پر یو شمېر مهمو مواردو یې خبرې وکړې.
ښاغلي وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، په ولایتونو کې یې د مهاجرینو له یو شمېر ښارګوټو لیدنه وکړه او د وضعیت ارزونه یې وکړه، چې په خبره یې لازمه ده ځینې چارې ګړندۍ شي.
نوموړي وویل، چارو ته باید بشپړه پاملرنه وشي او په ځانګړې توګه ښارګوټو کې د اوبو ستونزه باید ژر حل شي.
محترم مولوي حقاني، د کمېټې له نورو غړو غوښتنه وکړه، چې باید هر وزارت او اداره په خپله برخه کې چارې چټکې کړي او د شته ستونزو د حل لپاره په ګډه حل لارې ولټول شي.
ګډونوالو خپل نظریات شریک کړل او د چارو د لا پرمختګ او اغېزناک اقدام لپاره یې ګټورې مشورې تبادله کړې.
دغه راز، د کمېټې منشي ښاغلي انجنیر فهیم الله زکریا په تیرو څه باندې دوه میاشتو کې د مهاجرینو په ښارګوټو کې د ترسره شو چارو په تړاو معلومات وړاندې کړل، چې د ګډونوالو له لوري وستایل شول.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، په ټولو شته ښارګوټو کې دې د اوبو ځایونه په نښه شي، ترڅو د څښاک اوبو برابرولو په پار جدي اقدام وشي.
عملاً د ځمکو وېش او د نورو عام المنفعه تأسیساتو جوړولو هغه موضوعات وو، چې په دغه ناسته کې پرې تودې خبرې وشوې، څو په نږدې راتلونکي کې عملي شي.
