د کابل – ګردېز عمومي سړک د تخریب شویو برخو د بیا رغونې له چارو څارنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۴:۴
کابل-ګردیز سړک

۱۴۴۷/۶/۲

لوګر ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د کابل – ګردېز عمومي سړک د تخریب شویو برخو د بیا رغونې له چارو څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي زاهد وایي، دغه څارنه د لوګر ولایت د محترم مقام په لارښوونه او همغږۍ، د کور او ښار جوړولو ریاست، د اقتصاد ریاست او د ټولګټو چارو ریاست استازو ګډ هیئت ترسره کړه، چې په کې د کابل – ګردېز عمومي سړک د زیانمنو برخو د بیا ترمیم کارونه وکتل شول او له روانو چارو یې تخنیکي لیدنه وشوه.

نوموړی وایي، یاد سړک چې په ځینو سیمو کې د بېلا بېلو لاملونو له کبله زیانمن شوی و، د بیارغونې چارې یې دا مهال په عملي ډول روانې دي.

تمه ده چې، د ترمیم پروسه به په معیاري ډول پر مخ ولاړه شي، څو د تګ راتګ اسانتیاوې بېرته په بشپړه توګه رامنځته شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د ودانیو د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخینوي ریاست تخنیکي ټيم، د خپلو کاري پلانونو له مخې او د تېرو څارنو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۴
Background image

لوګر کې د استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د اشنفور په کلي کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې د پلان د ترتیب په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت