د بغلان ولایت د پلخمري ښار پراختیايي ستراتیژیک پلان لاسلیک شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۴۸
بغلان

۱۴۴۷/۰۵/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، ، د بغلان ولایت د پلخمري ښارپراختیایي ستراتیژیک پلان لاسلیک کړ.

محترم وزیر الحاج مولوي حقاني د پلان د لاسلیک پر مهال وویل چې پلخمري د هېواد له مهمو ښارونو څخه دی او منظم انکشاف یې د کور او ښار جوړولو وزارت له اساسي اړتیاوو څخه ګڼل کېږي، هغه زیاته کړه  موږ غواړو چې ټول ښارونه د واضح پلان او منظمې نقشې له مخې پرمخ ولاړ شي.

د پلخمري ښار د پراختیایي ستراتیژیک پلان چې د دې وزارت د ملي جامع پلان ریاست له لوري طرحه او ترتیب شوی، د اوږدمهاله پرمختګ لپاره مهمه نقشه او رهنمود دی چې د ځمکې کارونې برخې لکه د استوګنې ساحې، سوداګریزې سیمې، اداري ودانۍ، دولتي تأسیسات، شنې سیمې، بنسټیزې زېربناوې او د ښاري ودې مسیر په دقیقه توګه پکې مشخص شوی دی.

د ورکړل شوو معلوماتو په اساس، په دغه پلان کې د ښار د انکشافي وړتیا کچه، د متوازنې ودې لپاره د سیسټم جوړول، اقتصادي پرمختګ او د ښاري پراختیا د مهمو مرکزونو پېژندنه او ټاکنه مشخصه شوې ده، همدارنګه د پلخمري ښار د کډوالو ښارګوټي هم د ښاري ودې په محدوده کې شامل ګڼل شوي دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ښاري پلانونه د معیاري اصولو پر اساس ترتیبوي، او دغه نقشې د ښار د منظم او قانونمند انکشاف بهیر په دقیقه توګه ترسیموي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د مهاجرینو په ښارګوټو کې د اوبو او نورو ټولګټو پروژو پر عملي کولو خبرې وشوې

۱۴۴۷/۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ، اړمنو مهاجرو کورنیو ته د ځمکو د وېش هیئت خپله نوبتي ناسته وکړه او پر یو شمېر مهمو مواردو یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۱
Background image

د شیخ زاید ښارګوټي د مسجد شریف د جوړولو تخنیکي اسناد بشپړ شول

۱۴۴۷/۰۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د معینیت د محترم مرستیال الحاج مولوي ګل زرین صابر تر چتر لاندې د برنامو د انسجام ریاست مسئولین وايي چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۱:۴۶
Background image

کونړ کې زلزله ځپلو ته د نورو کورونو د جوړولو چارې هم پیل شوې

۱۴۴۷/۶/۱۱

کونړ کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبي الله طلحه وایي، په دې ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د لس بابه نورو کورونو د جوړولو چارې هم پیل شوې.

ښاغلی مولوي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت