په خوست کې د ورزي کلینیک د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۰:۳۵
خوست

۱۴۴۷/۰۴/۱۶

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د عامې روغتیا ریاست اړوند د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د ورزي کلینیک له ودانیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي امان الله اسد وویل، ورزي کلینیک په یو پوړ کې د اساسي ساختماني معیارونو پر بنسټ جوړیږي، چې پکې شپږ صحي خونې، دوه اداري خونې، د اوبو څاه، د فاضلاب سیستم، برقي سیستم او د احاطې دیوال شامل دي.

هغه زیاته کړه چې د دې پروژې مالي لګښت د IOM نړيوالې مؤسسې له خوا برابر شوی چې ټولټال یې ۶.۵ میلیونه افغانۍ کېږي. تر اوسه د پروژې لس سلنه چارې بشپړې شوې دي او د ودانیزو چارو دوامداره څارنه د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري او تخنیکي ټیم لخوا ترسره کېږي.

د خوست ولایت د ورزي کلینیک پروژه د عامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې د روغتیایي خدمتونو د پیاوړتیا او د خلکو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو په موخه پيل شوې ده. د دې پروژې له بشپړېدو وروسته به د سیمې خلکو ته د معیاري روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره لازمه اسانتیا برابره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د مهمو ساختماني پروژو د کیفیت او لابراتواري چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۵/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل په یو شمېر مهمو ساختماني پروژو کې د لابراتواري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۳۲
Background image

په پکتیکا کې د وړممۍ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو تخنیکي نظارت وشو

۱۴۴۸/۵/۱۰

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو د تطبیق د نظارت انجینرانو د وړممۍ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د ودانۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۵۷
Background image

په کونړ کې د یو باب مسجد شریف او استنادي دېوال د جوړولو له چارو تخنیکي نظارت وشو

۱۴۴۸/۵/۱۰

د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او پروژو د نظارت عمومي مدیریت تخنیکي ټیم د دوو ساختماني پروژو له چارو څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت