په کندز ولایت کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه د ودانیو د څارنې بهیر ترسره شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۹:۳۹
کندز

۱۴۴۷/۰۳/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د ښار دوهمې ناحیې (ګذر کمیساري او ګذر نایب) د ودانیو د څارنې او ارزونې بهیر د ښاروالۍ ریاست د تخنیکي او مسلکي خدمتونو مدیریت په همغږۍ او ګډ کار ترسره کړ.

ښاغلي مولوي حقلني وویل، د څارنې اساسي موخه د خپل‌ سرو او ناقانونه ودانیو د اعمار او پراختیا مخنیوی، د سړکونو د حریم د غصب د بندولو، د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول او د ښاري پراختیایي پلانونو سره د هغې د مطابقت ډاډ، او همدارنګه د ښاري نظم او انضباط ټینګښت په رڼا د نافذه قوانینو کې بلل کېږي.

د یادلو وړ ده، چې د هر ډول ساختماني پروژې له پیل وړاندې باید قانوني جواز ترلاسه شي او یوازې د تفصیلي پلانونو پر بنسټ اعمار وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د ودانیو د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخینوي ریاست تخنیکي ټيم، د خپلو کاري پلانونو له مخې او د تېرو څارنو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۴
Background image

لوګر کې د استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د اشنفور په کلي کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې د پلان د ترتیب په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت