په ننګرهار کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۱:۲۸
ننګرهار

۱۴۴۷/۰۲/۲۹

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس حافظ مولوي محمد نبي سعیدي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ترانسپورت ریاست په انګړ کې د مسجد شریف د اعمار له روانو ساختماني چارو څخه لیدنه او تخنیکي څارنه ترسره کړه.

ښاغلي مولوي سعیدي وویل، د تخنیکي ټیم د معلوماتو له مخې، د پروژې شاوخوا ۹۰ سلنه کارونه بشپړ شوي او چارې د نقشې او مشخصاتو مطابق په معیاري ډول پر مخ روانې دي.

د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو ټولې چارې د نقشې مطابق په معیاري ډول تر سره کړي.

د یادولو ده، د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه د عامه تاسیساتو د ودانولو او معیاري څارنې په برخه کې پراخ فعالیتونه لري، د دې څارنونه موخه دا ده چې د انجینري معیارونو پر بنسټ هېوادوالو ته د هوسا ژوند لپاره اسانتیاوې او معیاري چاپېریال برابر کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د ودانیو د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخینوي ریاست تخنیکي ټيم، د خپلو کاري پلانونو له مخې او د تېرو څارنو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۴
Background image

لوګر کې د استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د اشنفور په کلي کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې د پلان د ترتیب په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت